چين په بشري حقونو شورا کې د امریکا په شمول د لوېديځو هېوادونو د کډوالو د بشري حقونو مسئلو ته اشاره وکړه
CMG2022/06/25 14:51:50
شريکول:

د چين استازي د جون په ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۰مه غونډه کې د امريکا په شمول د لوېديځو هېوادونو د کډوالو د بشري حقونو مسئلو ته اشاره وکړه.

نوموړي وويل، چې د کډوالو د حقونو مسئلو په ځانګړي راپور کې راغلي،‌ چې د ۲۰۲۰م کال له مارچ راهيسې،‌ امريکا د کرونا وبا له امله د روغتيايي اضطراري حالت په پلمه، ۱ ميليون او ۶۰۰ زره کډوال په  زوره شړلي دي. 

ده زیاته کړه، چې د هالند او جرمني په شمول اروپايي هېوادونو هم د کډوالو پر حقونو تېری کړی دی. د دې تر څنګ، بريتانيا پلان لري، چې په خپل هېواد کې پناه غوښتونکي بهرنيان  درېيم هېواد ته ولېږي. 

ده وویل، چې چين له بشري‌ حقونو شورا، د بشري حقونو له دفتر او ځانګړو راپور ورکوونکو څخه غواړي، چې يادو مسئلو ته پاملرنه زياته کړي او له اړوندو هېوادونو څخه غوښتي،‌ چې د کډوالو د بشري حقونو تېری بند کړي.