وانګ يي د افغانستان د زلزلې په مناسبت امير خان متقي ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه
CMG2022/06/25 18:03:53
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۲۴مه نېټه د افغانستان د زلزلې په مناسبت د دغه هېواد د لنډمهالي حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي ته د خواخوږۍ پيغام  واستاوه.

وانګ يي په دغه پيغام کې د افغانستان د جنوب ختيځې سيمې د زلزلې له امله د مړو شويو کسانو په اړه خواشيني او د مړو شويو کسانو خپلوانو او ټپيانو ته همدردي څرګنده کړه او په دې اړه يې باور ښودلی، چې افغانان به ناورين ته ماتې ورکړي او ژر به عادي ژوند او توليدي چارې اعاده کړي. نوموړي زياته کړې، چې چين  به د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه تر خپلې وسې پورې د دغه هېواد لپاره بشري مرستې برابرې کړي.