شي جين پينګ د اصلاحاتو د پوره ژورتيا په اړه د يوې غونډې مشري وکړه
CMG2022/06/25 13:18:10
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او تر دغې کميټې لاندې د اصلاحاتو د پوره ژورتيا کمېسيون مشر، شي جين پينګ د جون په ۲۲مه نېټه د نوموړي کمېسيون د ۲۶مې غونډې مشري وکړه.

شي جين پينګ په دغه غونډه کې پر دې ټينګار وکړ، چې د معلوماتو او شمېرو د بنسټيز نظام ابادي د هېواد له پرمختګ او امنيت سره تړاو لري.

نوموړي زياته کړه، چې د دولت د معلوماتو او شمېرو خونديتوب بايد تامين شي، شخصي معلومات او سوداګريز اسرار دې وساتل شي، د اقتصادي پرمختګ په برخه کې دې د معلوماتو او شمېرو اغېزمن جريان  وهڅول شي او د معلوماتو او شمېرو د بنسټيز نظام سيستم دې جوړ شي.