د ځيرکتيا ۶مه نړيواله غونډه د چين په تيان جين ښار کې پرانيستل شوه
CMG2022/06/25 10:55:56
شريکول:

د ځيرکتيا ۶مه نړيواله غونډه د جون د ۲۴مې نېټې په سهار د چين په تيان جين ښار کې پرانيستل شوه.

د دغې غونډې پر مهال به د AI، د ځيرکتيا د توليدي صنعت او ډيجټالي اقتصاد په اړه ۲ سرمشريزې او ۲۸ فورمونه په انلاين ډول تر سره شي او برخه وال کورني او بهرني کارپوهان او مسلکي استازي به په دغو فعاليتونو کې د AI ټېکنالوژۍ د راتلونکي پرمختګ په اړه بحثونه وکړي.

بر سېره پر دې، د دغې غونډې په ترڅ کې به د VR او AR په شمول د عالي ټېکنالوژیو په مټ به ۶ نندارتونونه تر سره شي، چې ۲۵۶ ګډون کوونکې تصدۍ به په دغو نندارتون کې خپل توليدات نندارې ته وړاندې  کړي.