د چين د مرستندويه توکو لومړۍ جوپه به د جون په ۲۷مه نېټه د ځانګړې الوتکې له لارې افغانستان ته ولېږدول شي
CMG2022/06/25 20:44:26
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جون په ۲۵مه نېټه وويل، چې په افغانستان کې د لويې زلزلې له پېښېدو وروسته د چين حکومت پرېکړه کړې، چې د دغه هېواد لپاره به د خيمو په شمول د ۵۰ ميليونو يوانو په ارزښت د بشر دوستۍ مرستې برابرې کړي او د مرستندويه توکو لومړۍ جوپه به د ټاکلي پلان له مخې د جون په ۲۷مه نېټه د ځانګړې الوتکې له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

نوموړي زياته کړه، چې چين به د افغانستان له سرپرست حکومت سره نژدې همغږي وکړي، تر څو دغه مرستندويه توکي پر وخت زلزله ځپلو وګړو  ته ورسیږي ، تر څو  له روانو ستونزو څخه د افغانانو له وتلو سره مرسته وکړي.