وانګ يي د نړيوال پرمختګ وړانديز د تطبيق په پار د چين مهم تدبيرونه بيان کړل
CMG2022/06/26 14:40:05
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۲۴مه نېټه د دغه هېواد له مرکزي رسنيو سره په مرکه کې  د نړيوال پرمختګ وړانديز د تطبيق په پار د چين مهم تدبيرونه بيان کړل.

نوموړي وويل، چې د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ۲۴مه نېټه د نړيوال پرمختګ د لوړې کچې په خبرو اترو کې د نړيوال پرمختګ د وړانديز د تطبيق په اړه يو لړ تدبيرونه صادر کړي.  د مثال په توګه، د نړیوال پرمختګ او د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ صندوق به جوړ شي،  د چين او د ملګرو ملتونو د سولې او پرمختګ په صندوق کې به پانګونه زياته شي، د نړیوال پرمختګ د پياوړتيا مرکز به جوړ شي او د نړيوال پرمختګ راپور به خپور شي. دغه تدبيرونه به د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰کال د دواملرونکي پرمختګ د اجنډا  له ژر تطبيق سره مرسته وکړي.

وانګ يي دغه راز وويل، چې د لوړې کچې خبرو اترو يو لېسټ خپور کړي چې پکې د بې وزلۍ د له منځه وړنې،‌ د خوړو د تامين، د کرونا وبا ضد مبارزې او واکسین ،د پرمختګ لپاره د پانګو د جلبولو، د اقليمي بدلون او زرغون پرمختګ د صنعتي کېدو جريان، ډيجټالي اقتصاد او ډيجټالي تبادلې په شول د اتو برخو ۳۲ تدبيرونه شامل دي.