د اوو هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به د جون له ۲۶مې تر ۲۸مې نېټې پورې د جرمني په باواريا ازاد ایالت کې تر سره شي.
ياده سرمشريزه غونډه به د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو، د اقليمي بدلون، د انرژۍ بحران، د خوړو تامين او د اقتصادي بيا سمسورتيا په اړه بحثونه وشي. څېړونکو ويلي، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړې نورې پسې زياتې شي، د اوو هېوادونو ګروپ به له لا سختو ستونزو سره مخ شي او ياده غونډه به اغېزمنه کړي.
د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه زرګونو کسانو د باواريا ازاد ايالت په مرکز مونيچ کې لاريون تر سره کړی، چې د اوو هېوادونو ډلې د سرمشريزې غونډې له پرانيستلو سره يې مخالفت وکړ.