په چين کې د ساينس پوهانو او ټکنالوژستانو شمېر له ۱۱۰ میليون تنو زيات شوی
CMG2022/06/26 14:09:39
شريکول:

د ۲۰۲۰م کال تر پایه پورې په چين کې د علمي او ټېکنالوژيکي بشري منابعو عمومي شمېر ۱۱۲.۳۴۱ میليونو تنو ته رسېدلی او په نړۍ کې يې لومړی مقام خپل کړی.

د جون په ۲۵مه نېټه د چين د ساينس او تکنالوژۍ برخې د انساني منابعو د پرمختګ په اړه څېړنيز راپور (۲۰۲۰م کال) په رسمي توګه د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ د ټولنې د ۲۰۲۲ م کال د کلنۍ غونډې په ځانګړي فورم کې خپور شو. په دغه راپور کې پورته ذکر شوې خبرې بيان شوې دي.

په راپور کې ويل شوي چې د چین د ساینسي او ټکنالوژۍ برخه کې انساني ځواک ځوان دی، شاوخوا درې پر څلورمه برخه له ۳۹ کاله ټیټ عمرونه لري او په کې د ښځو شمېر په چټکۍ سره وده کوي.