د پیسو نړیوال صندوق مشره: د امریکا اقتصاد له سخت کمښت سره مخ دی
CMG2022/06/26 14:11:14
شريکول:

د پيسو نړيوال صندوق مشرې کريستالینا جورجيوا د جون په ۲۴مه نېټه وويل چې د امريکا اقتصاد به په روان او راتلونکي کال کې له جدي کمښت سره مخ شي.

جورجیوا په همدې ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې په جون کې د امريکا د فدرالي زيرمې ادارې د پولي پالیسۍ په غونډه کې بيان شوې پالیسۍ له مخې،  د پيسو نړيوال صندوق اټکل کړی چې د امريکا اقتصاد د پرمختګ سرعت به ورو شي. د پيسو نړيوال صندوق د امريکا د روان کال د اقتصادي ودې وړاندوینه له ۳ اعشاريه ۷ سلنې څخه ۲ اعشاريه ۹ سلنې ته او د دغه هېواد د ۲۰۲۳م کال د اقتصادي ودې وړاندوینه له ۲ اعشاريه ۳ سلنې څخه ۱ اعشاريه ۷ سلنې ته راټیټه کړې ده.