د شانګهای په بندر کې د کانتينرونو د لېږد رالېږد ورځنۍ اندازه د بېرته اعاده کېدو په حال کې ده
CMG2022/06/26 15:04:40
شريکول:

د چين په شانګهای ښار کې د توليدي چارو او ژوند نظم او د نړيوال سمندري ټرانسپورټ محوري رول د بېرته اعاده کېدو په حال کې دی. د شانګهای په بندر کې له جون راهيسې د کانتينرونو د لېږد رالېږد ورځنۍ اندازه ۱۲۵ زرو ته رسيدلې، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې د ورځنۍ اندازې له ٪۹۵.۵ سره برابر دی.

د روان کال له جنورۍ تر مې پورې په دغه بندر کې ۱۸ ميليونه او ۷۵۳ زره کانتينرونه تبادله شوي چې دغه حجم د تېر کال د همدې مودې ۱۸ ميليونو او ۸۴۵ زرو ته نژدې شوی دی.

په ۲۰۲۱م کال کې د شانګهای په بندر کې د کانتينرونو د لېږد رالېږد شمېر له ۴۷ ميليونو څخه اوښتی و او دغه بندر په تېرو مسلسلو ۱۲ کلونو کې د کانتينرونو د راکړې ورکړې په برخه کې د نړۍ لومړی مقام نيولی دی.