د چين د هانکانګ استازو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د هانکانګ په اړه معلومات وړاندې کړل
CMG2022/06/26 15:01:35
شريکول:

د چين د هانکانګ ملکي استازو وو ژوی لونګ، ليو جونګ هنګ د جون په ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا  ۵۰مې غونډې ته د هانکانګ په اړه معلومات وړاندې کړل.

د هانکانګ د ديني چارو استازي وو ژوی لونګ وويل، چې په تېرو ۲۵ کلونو کې په يو هېواد کې د دوو نظامونو ميکانيزم د هانکانګ په دیني او علمي برخو کې ازادي تامين کړې. په هانکانګ کې د ملي امنيت قانون له تطبيق راهيسې ياده ازادي لا تضمين او خوندي شوې ده.

د هانکانګ د ځوانانو استازي ليو جونګ هنګ وويل، چې د هانکانګ د ملي امنيت قانون او د ټاکنو نوی ميکانيزم د دې سيمې د خلکو او تصديو حقونه خوندي کړي او هانکانګ د سمسورتيا او ښې ادارې لوري ته بيايي.