په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو د دغه هېواد د بهرنيو چارو له سرپرست وزير اميرخان متقي سره وکتل
CMG2022/06/26 15:11:45
شريکول:

په افغانستان کې د چين سفير وانګ يو د جون په ۲۵مه نېټه د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متقي سره وکتل او نوموړي ته يې د زلزلې په مناسبت د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د خواخوږۍ پيغام ورساوه. سفير وانګ يو د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره په خبرو کې د دغه هېواد په سويل ختيځ کې رامنځته شوې زلزلې د تلفاتو په مناسبت خواشيني او د قربانیانو خپلوانو او ټپيانو ته د همدردۍ مراتب څرګند کړ او و يې ويل، چې چين به د افغانستان د اړتياوو له مخې تر خپلې وسې پورې د دغه هېواد لپاره بېړنۍ بشري مرستې برابرې کړي.

سفير وانګ يو وويل، چې چينايان د افغانستان د زلزلې وضعيت ته ډېره پاملرنه کوي او د چين حکومت د دغې زلزلې له رامنځته کېدو وروسته سمدستي پرېکړه کړې، چې د افغانستان لپاره د خېمو په شمول د ۵۰ ميلیون يوان ( RMB) په ارزښت مرستندويه توکي برابر کړي. د مرستندويه توکو لومړۍ جوپه به د جون په ۲۷مه نېټه د ځانګړې الوتکې له لارې افغانستان ته واستول شي. د چين حکومت، د چين د سره صليب ټولنه او چيني تصدۍ د پيسو، خېمو او بړستنو په شمول د مرستندويه توکو د راغونډولو په هڅه کې دي. د چين د فلزسازۍ ګروپ به د افغانستان له زلزله ځپلو سره د ۲۰۰ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت بشري مرستې وکړي. بر سېره پر دې، د چين ژمنه شوې مرستندويه غلې دانې افغانستان ته لېږل شوې او اوس د ویشل کېدو په حال کې دي. دا د هغه متل ثبوت دی چې وايي واقعي دوست هغه وخت معلومېږي چې په سخت وخت کې دې مرستې ته راوړاندې شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزير متقي د چين د بهرنيو چارو د وزير وانګ يي د خواخوږۍ له پيغام او د چين د حکومت او خلکو له مرستو مننه و کړه.