د ګيان ولسوالۍ وروستي حال
CRI2022/06/26 16:30:21
شريکول:

د جون د ۲۲مې نېټې په شپه د افغانستان د خوست، پکتيکا او پکتيا ځينې سيمې ځواکمنې زلزلې ولړزولې، چې له امله يې د سيمې زرګونو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړول شوي دي.

رسمي شمېرې ښيي، چې دغې زلزلې څه باندې زر کسان وژلي او له ۲ زرو نه زيات يې ټپيان کړي دي.

ګيان د پکتيکا هغه ولسوالي ده، چې زلزلې پکې ډېر تلفات اړولي او ډېری کورونه يې ړنګ کړي دي.

زموږ خبريال ګيان ولسوالۍ ته ورغلی او په دغه ويډيويي راپور کې يې د سيمې وروستی حال راکړی دی.