يورسولا ون دير لاين: اروپايي ټولنه د جي ۲۰ له سرمشریزې څخه د پوټين ګوښه کول نه غواړي
CMG2022/06/27 10:49:41
شريکول:

د اروپايي کميسيون مشرې اورسولا ون دير لاين د جون په ۲۶مه نېټه له الماني رسنيو سره په مرکه کې ويلي، چې هغه نه غواړي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د شلو صنعتي هېوادونو د اندونيزيا له سرمشريزې څخه ګوښه کړي.

ټاکل شوې، چې ياده سرمشريزه د روان کال په نومبر کې تر سره شي.

ون دير لاين ويلي " زه فکر کوم که چیرې هغه (پوتین) په دغې غونډې کې ګډون وکړي، نو دا به غوره وي، چې هغه ته خپل نظرونه مخامخ ووایم او بیا به هغه (پوتين) ته اجازه ورکړم، چې خپل نظر راسره شريک کړي."

ون دير لاين دا هم ويلي، چې هغه به له پوتین سره د پخوا په څېر چلند او سیاسي معاملې ونه کړي.

نوموړې په ورته وخت کې پر دې هم ټينګار کړی، که اوکراین اړتیا ولري، نو اروپايي ټولنه به ورسره مرستو ته دوام ورکړي او د هغې په وينا که دا مرستې يې کلونه او ميليارډونه ډالرو ته هم ورسيږي، دوی به یې ورسره کوي.

 ون دير لاين دا هم ويلي، چې اروپايي ټولنه به په لنډه موده کې پر روسیې نور بندیزونه ونه لګوي او د هغې په وينا اوسني بنديزونه اغېزمن دي او روسیې ته یې سخت زیانونه رسولي دي.

(ژباړه: شکريه)