د چين ايم سي سي ګروپ له زلزله ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
CMG2022/06/27 10:42:06
شريکول:

 د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د فلزي ګروپ (ايم سي سي)د عينک مسو کان پروژې د جون په ۲۶مه نېټه د افغانستان د جنوب ختيځو سيمو له زلزله ځپلو وګړو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د مالوماتو له مخې، د چين د ايم سي سي ګروپ د عينک مسو کان پروژې په خوست کې د افغانستان لنډمهاله حکومت ته ياده مرسته سپارلې، چې پکې وریجې، اوړه، غوړي او چای شامل دي. 

د عينک د مسو کان پروژې استازي احمد جواد صالح هيله څرګنده کړې، چې ياد مرستندويه توکي به د زلزله ځپلو سيمو پر اړمنو خلکو وويشل شي.

د افغانستان د لنډ مهالي حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او بشري حقونو چارو د وزير ځانګړي استازي محمد سالم حقاني په يادو مراسمو کې ويلي، چې دغه مرستندويه توکي به ډېر ژر زلزله ځپلو سيمو ته ولېږدوي او پر ٨٠٠ کورنيو به يې و ویشي.

(ژباړه: شکريه)