پوتين به له تاجکستان او ترکمنستان څخه ليدنې وکړي
CMG2022/06/27 15:17:31
شريکول:

د روسيې رسنيو د جون په ۲۶مه نېټه د کريملين ماڼۍ په قول خبر ورکړی، چې ولسمشر ولاديمير پوتين په پام کې لري، چې روانه اوونۍ به تاجکستان ته ولاړ شي او له ولسمشر امام علي رحمان سره به په يو لړ موضوعاتو خبرې وکړي.

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي منشي پيسکوف د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه ويلي،‌ چې پوتين به د جون په ۲۹مه نېټه په ترکمنستان کې د کاسپيان سمندر پر غاړه د پراتو هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي.

دا به د روسيې او اوکراين ترمنځ‌ د شخړې له پيلېدو راهيسې د پوتين لومړی سفر وي.