روسیه: ځواکونو يې په کییف کې د ملکي وګړو پر استوګنځايونو برید نه دی کړی
CMG2022/06/27 11:42:24
شريکول:

د روسيې د جعلي خبرونو پر ضد مبارزې په نوم ويبپاڼې خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو د اوکراين په کېیف کې د ملکي وګړو پر استوګنځايونو بريد نه دی کړی.

ځينو رسنيو د جون په ۲۶مې نېټې خبر ورکړ، چې د روسيې وسله والو ځواکونو د اوکراين په کييف ښار کې د ملکي وګړو پر اپارتمانونو هوايي بريدونه کړي دي.

د روسيې د جعلي خبرونو پر ضد مبارزې په نوم ويبپاڼې ياد خبر جعلي او بې بنسټه بللی او ويلي يې دي، چې اوکراين په خپلې مطبوعاتي اعلاميې کې دا نه ده په ډاګه کړې، چې د روسي ځواکونو په بريد کې د لګیدلي اپارتمان تر شا د "ارټیم" پوځي فابریکه وه، چې په عمده توګه د توپونو او هوا ضد توغندیو د تولید چارې پکې ترسره کېدي.

روسیې ويلي، چې د ځواکونو هدف یې د "ارټيم" پوځي فابریکه وه او همدغه فابریکه يې په نښه کړې ده.

خبر وايي، چې د لګيدلي اپارتمان پر سر د اوکراين د هوا ضد توغندی نصف شوی و، نو ځکه په بريد کې يوازې د اپارتمان څوکه ويجاړه شوې ده.

 (ژباړه: شکريه)