د بریکس هېوادونو مشرانو یو لړ موافقې کړي
CMG2022/06/27 15:30:10
شريکول:

د بریکس هېوادونو د مشرانو ۱۴مه غونډه څو ورځې مخکې په بریالیتوب پای ته ورسېده.

د چین د سوداګرۍ مرستیال او د نړیوالې سوداګرۍ د خبرو اترو مرستیال وانګ شو ون د جون په ۲۴مه نېټه له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې د بریکس هېوادونو د مشرانو د ۱۴مې غونډې ګډونوال د ډیجټلي اقتصاد، زرغون دوامدار پرمختګ، د عرضې ځنځير همکاريو او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د اصلاحاتو د ملاتړ په شمول يو شمېر برخو کې موافقې ته رسېدلي دي.

ښاغلي وانګ شو ون وویل، چې په ۲۰۲۱م کال کې د چین او بریکس هېوادونو ترمنځ عمومي سوداګریز ارزښت له ۴۹۰ میلیارډو ډالرو څخه اوښتی و، چې د ۲۰۲۰م کال د سوداګریز ارزښت په نسبت ۴۰ سلنه او د ۲۰۱۶م کال د سوداګرۍ کلني ارزښت په نسبت دوه چنده زيات و.

داسې ښکاري، چې د بریکس هېوادونو ترمنځ سوداګریزې همکارۍ حیاتي ځواک او روښانه راتلونکی لري. وانګ شو ون وويل:

((د بریکس هېوادونو ترمنځ سوداګریز ارزښت د ګردې نړۍ په سوداګرۍ کې ۲۰ سلنه نیسي، خو د هر غړي هيواد سوداګريز تګ راتګ يې په بهرنۍ سوداګرۍ کې ۶ سلنه نیسي.  د بریکس هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ ستر پټ ځواک لري. بارو لرو، چې بریکس هېوادونه به د مشرانو له دغې لېدنې وروسته خپلمنځي همکارې نوره هم پراخې کړي او بریکس نظام به د نړیوال اقتصاد د احیا او دوامدار پرمختګ د هڅوونکي ماشین په توګه ښه رول ولوبوي. ))

ښاغلي وانګ شو ون په خپلو خبرو کې په اشارې وویل، چې د بریکس هېوادونو د مشرانو د دغې ۱۴مې غونډې په ترڅ کې د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیرانو ناسته او هم ۵ فرعي غونډې ترسره شوې او پکې فعال بریالیتوبونه تر لاسه شوي دي.

نوموړي وويل، چې په دغو لړيزو غونډو کې د بریکس هېوادونو د ډيجټلي اقتصاد د همکاریزو اړیکو چوکاټ منظور شوی او غړو هېوادونو يې هوکړه کړې، چې په بندرونو کې به د ډیجټلي تکنالوژۍ سویې د لوړتیا، د ډيجټلي ټکنالوژۍ د بنسټيزو تاسیساتو پانګونې د هڅونې او د منځنیو کوچنیو تصدیو توان د پياوړتیا په شمول یو لړ همکاریز ګامونه پورته کړي.

بریکس هېوادونو د سوداګریزې پانګونې او دوامدار پرمختګ وړاندیز منظور کړی او د اقلیمي بدلون په پلمه د سوداګریزو خنډونو له جوړېدو سره يې ټينګ مخالفت ښودلی دی. برسيره پر دې، بریکس هېوادونو د عرضې ځنځير د همکاريو پياوړتیا وړاندیز هم منظور کړی او غړو هېوادونو يې منلې، چې د تولید او عرضې  ځنځيرونو د ثبات او خونديتوب لپاره به ګډ کوښښونه وکړي.  

ښاغلي وانګ شو ون زیاته کړه، چې د بريکس هيوادونو په ۱۴مې غونډې کې د څواړخیزو همکاريو په اړه هم یو لړ موافقې شوې دي. هغه وویل:

(( د بريکس هيوادونو د ۱۴مې غونډې ګډونوالو د څواړخیز همکاريز نظام او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د اصلاحاتو د پياوړتیا اعلامیه تصویب کړه او د څواړخیزو همکاريو نظام ملاتړ يې کړی دی او دا يې هم په ډاګه کړې، چې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان په اصلاحاتو کې به فعال رول ولوبوي. د بریکس د پنځو غړو هېوادونو مشرانو هممهاله د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د وزیرانو په کچه ۱۲مه غونډه کې تر لاسه شوي بریالیتوبونه وستایل او و يې ویل، چې د دغې غونډې له بریالیتوبونو څخه د څواړخیز نظام  ارزښت ښکاري.))

بریکس هېوادونه د لويو اقتصادونو د استازو په توګه د ګردې نړۍ د عرضې  ځنځیر کې مهم رول لوبوي. چین غواړي د بریکس له نورو غړو هېوادونو سره د تولید او عرضې په ځنځيرونو کې لا ژورې همکارۍ وکړي او سوداګرۍ او پانګونې وهڅوي او د اقتصاد د دوامدار پرمختګ لپاره ښه رول ولوبوي.