د نړۍ سلګونه تصدۍ به د چين د مصرفي توليداتو په دوهم نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي
CMG2022/06/27 15:27:16
شريکول:

د چين د مصرفي توليداتو نړيوال نندارتون د تشکيلاتي کميسيون دارالانشاء د جون په ۲۶مه نېټه خبر ورکړی، چې د چين د مصرفي توليداتو دوهم نړيوال نندارتون به د جولای له ۲۶مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې په های نان کې تر سره شي.

د چين د مصرفي توليداتو د سږني نندارتون مساحت سل زره متره مربع ښودل شوی او بهرنۍ تصدۍ به د ياد مساحت په ۸۰ زره متره مربع ځای کې خپل نندارځي جوړ او توکي به نندارې ته وړاندې کړي.
ټاکل شوې، چې د نړۍ د ۵۷ هېوادونو او سيمو له ۷۰۰ زياتې تصدۍ به په دغه نندارتون کې ګډون ولري او له ۱۳۰۰ زيات سوداګريز مارکونه به نندارې ته وړاندې کړي.