د هسپانيې په پلازمينې ماډريډ کې د جون په ۲۵مه نېټه د سولې هڅونې په عنوان دوه ورځنی کنفرانس ترسره شوی او د هراړخيزې سولې اعلاميه يې خپره کړې ده.
په دغه اعلاميه کې له اړوندو خواوو څخه غوښتل شوي، چې له سوله ايزې لارې شخړې او نښتې حل کړي، د پوځي تاسيساتو له جوړونې او سياليو او په ټوله نړۍ کې د ناټو له پراختيا سره مخالفت وکړي.
دغه کنفرانس د هسپانيې د سوله ايز فورم په نوښت ترسره شوی او د څو نړيوالو سازمانونو او سياسي ګوندونو استازو پکې ګډون کړی و.
د کنفرانس ګډونوالو ویلي، چې اوکراين ته د وسلو ليږد او د نظامي لګښت زياتوالی د نښتو او شخړو د حل لپاره هيڅ ګټه نه لري، بلکې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د شخړې ښکېل هېوادونه بايد ډيالوګ ترسره کړي او د خبرو اترو له لارې بايد يوې ښې پايلې ته ورسیږي.