د امريکا د ټېکساس ايالت د هوستون ښار د موټر د ټېرونو په يوه پلورنځي کې د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې ۲ تنه وژل شوي دي.
پوليسو ويلي، چې بريدګر له سیمې په تېښته بريالی شوی دی.
اوس پوليس د سيمې د څارګرو کېمرو په ويډيوګانو کې د بريدګر په پېژندلو او د ده حیثیت په تائيدولو بوخت دي.