اسدالله هارون له ګوانټانامو ازاد شو او کابل کې يې تود هرکلی وشو
CMG2022/06/27 16:01:40
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو د جون په ۲۵مه نېټه د کابل هوايي ډګر کې د اسدالله هارون تود هرکلی کړی دی.

اسدالله هارون د امريکا په ګوانټانامو زندان کې د ژوند ۱۵ پسرلي تېر کړي او اوس تازه له دغه بند څخه ازاد شوی دی.

هارون په کابل کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې امريکې هغه له اسنادو او شواهدو پرته نیولی و او په بند کې يې هغه سره ډېر ناوړه چلند کاوه.

هارون ويلي، چې په راتلونکي کې به د خپل بند کېسې له رسنيو او خلکو سره شريکې کړي.

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي له رسنيو سره په خبرو کې يو ځل بيا له امريکا څخه وغوښتل، چې د افغانستان د مرکزي بانک پانګه ازاده کړي.