شي جين پينګ: د هېواد بزګران دې د غلودانو د خونديتوب لپاره خدمتونه وکړي
CMG2022/06/28 15:47:32
شريکول:

 د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د جون په ۲۷مه نېټه د ان هوی ولايت د تای هه ولسوالۍ بزګر شو څونګ شيانګ ته ځوابي پيغام ليږلی دی. نوموړي په خپل پيغام کې د تای هه ولسوالۍ  ټولو وګړو ته نيکې هيلې وړاندې کړې دي. شي جين پينګ په دې وروستيو کې د هېواد  ټولو بزګرانو پاملرنه راجلب کړې او د دوی هیلې يې زياتې کړې دي.

نوموړي په ياد ځوابي پيغام کې ويلي، چې که خلک مو په لاسونو کې خواړه ولري، نو بايد له څه ډار ونه کړي. شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي، چې هغه د هېواد د بزګرانو د غلودانو تولید ته په درنه سترګه ګوري او ډېری وختونه له کلیوالو سيمو څخه لیدنه کوي.

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې په دې وروستيو کلونو کې يو لړ تګلارې او تدبيرونه خپاره کړي او د غلودانو د توليد کلک ملاتړ يې کړی دی. شي جين پينګ په دغه پيغام کې هيله ښودلې، چې د هېواد د غلودانو کرلو تکړه بزګران له عصري کرنيزو ټکنالوژيو څخه ښه او فعاله ګټه پورته کړي او د هېواد غلودانو برابرونې خوندیتوب سره مرسته وکړي.