وانګ يي له امير خان متقي سره تلیفوني خبرې وکړې
CMG2022/06/28 12:37:16
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د جون په ۲۷مه نېټه د افغانستان د سرپرست حکومت له بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي سره تلیفوني خبرې وکړې. 

وانګ يي يو ځل بيا زلزله ځپلو افغانانو ته خواشيني وښوده او ويې ويل، چې چینایان د افغانانو په ښادۍ او غمونو کې ځانونه شريک بولي، مرکزي او ځايي حکومتونه، ټولنیز سازمانونه او تصدۍ يې له زلزله ځپلو افغانانو سره د بېړنۍ مرستې لپاره کوښښونه کوي. د چین د مرستندویه توکو لومړۍ جوپه کابل ته رسېدلې او په افغانستان کې د چیني تصدیو مرستندویه توکي هم زلزله ځپلو سیمو ته پر لار دي.

وانګ يي زياته کړه، چې چین به خپل رغنده رول ته دوام ورکړي چې په افغانستان کې د ټولشموله سياسي چوکاټ له جوړولو او د نرمو او ثابتو کورنيو او بهرنيو تګلارو له پلې کولو ملاتړ وکړي او د افغانستان له ثبات او بيا رغونې په پار به د سيمه ييزو هېوادونو د ګډو نظريو راټولولو هڅه وکړي. 

امير خان متقي له افغانانو سره د چین له مرستو مننه وکړه او و يې ویل، چې د چین بشري مرستې له افغانستان سره د دغه هېواد عنعنوي دوستي ښکاره کوي او زلزله ځپلو افغانانو ته پر وخت رسیدلې دي.

امير خان متقي زياته کړه، چې افغانستان په بېلا بېلو برخو کې له چین سره د دوستانه اړیکو د ټينګښت لپاره هڅې کوي او تل به د یو چین د پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي. افغانستان د چین د پاملرنې وړ مسئلې پېژندلي او غواړي د ترهګرۍ ضد مبارزه کې او د شانګهای د همکارۍ سازمان په شمول نړیوالو چوکاټونو کې له چین سره همکارۍ نورې هم پياوړې کړي.

افغانستان د چین هر کلی کوي، چې د سوله ييزې بیارغونې په پروسه کې ورسره فعال رول ولوبوي. (هیله)