په امريکا کې يوه اورګاډي له موټر سره ټکر کړی، ۳ کسان يې وژلي
CMG2022/06/28 10:42:11
شريکول:

 د امريکا د مسافروړونکو اورګاډو ملي شرکت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې يوه اورګاډي يې له موټر سره ټکر کړی دی.

اعلاميه وايي، چې دغه مسافروړونکی اورګاډی له لوس انجلېس څخه چېکاګو ته پر لار و، چې د ميسوري ایالت د منډن ښار ته نږدې له يوه موټر سره يې ټکر کړی او ۸ واګونونه يې له پټلۍ څخه وتلي دي.

 د مالوماتو له مخې، په دغه مسافروړونکي اورګاډي کې ۱۲ کسیزه عمله او ۲۴۳ مسافر سپاره وو، چې د ټکر له امله پکې ۳ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.