چين په کابل کې افغان لوري ته د مرستندویه توکو لومړۍ جوپه وسپارله
CMG2022/06/28 12:40:21
شريکول:

د سین هوا اژانس د خبر له مخې، له زلزله ځپلو افغانانو سره د چین حکومت د مرستندویه توکو لومړۍ جوپه د جون په ۲۷مه نېټه کابل هوايي ډګر ته ورسېده او د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپارل شوه.

 په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو، د افغانستان د سرپرست حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر غلام غوث ناصري د دغو توکو د سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی وو. 

وانګ يو وویل، چې چین د افغانستان په جنوب ختيځو سيمو کې د زلزلې پېښې کې رامنځته شوې مرګژوبلې ته ډېره پاملرنه کوي او پر وخت يې پرېکړه وکړه، چې له ځپل شویو افغانانو سره د ۵۰ میلیونو یوانو په ارزښت بېړنۍ مرستې وکړي او د مرستو لومړۍ جوپه يې، چې خيمې، کمپلې او بسترې پکې شاملې دي، کابل ته ولیږله.

نوموړي وويل، چې چين به په راتلونکو ۳ ورځو کې د ۶ الوتکو له لارې افغانستان ته نور مرستندويه توکي هم وليږي. 

برسیره پر دې، چین مخکې د افغانستان بېلا بېلو سیمو ته د اړتيا وړ غلې دانې هم ليږلي او په بې وزلو خلکو يې ویشلې دي.

له افغانانو سره د چین مرستې د دې ښکارندويي کوي، چې انسانان ګډ برخليک لري او بايد ټول هيوادونه يو د بل لاسنيوی وکړي. (هیله)