د چين استازی: نړيواله ټولنه دې د اقتصادي، ټولنيز او کلتوري حقونو تضمين ته ارزښت ورکړي
CMG2022/06/28 15:04:51
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د ژنيو په مقر او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين استازي چن شيو د جون په ۲۷مه نېټه د څه باندې ۹۰ هېوادونو په استازيتوب د م.م د بشري حقونو شورا په ۵۰مې غونډې کې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې د اقتصادي، ټولنيز او کلتوري حقونو تضمين ته په درنه سترګه وګوري او د يووالي او همکاريو له لارې دې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه وکړي.

 نوموړي په خپله وينا کې ويلي، چې کرونا وبا د بېلا بېلو هېوادونو ټولنيزې او اقتصادي ننګونې زياتې کړي، د هېوادونو ترمنځ نابرابري يې سخته کړې او کمزوري هېوادونه يې سخت ځپلې دي.

نوموړي ويلي، چې په نړۍ کې د کرونا ضد واکسينونو د غير عادلانه وېش مسئله هم سخته شوې او د نړيوالې اقتصادي سمسورتيا نابرابري لاهم موجوده ده او پرمختيایي هېوادونه د اقتصادي سمسورتيا، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

 

(غاټول)