د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت نوي وياند ناصر کنعاني د جون په ۲۷ مه نېټه اعلان کړی، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو مرستيال وزير او د اټومي مذاکراتو لومړی مرکچی محمد حسين باقري به د روانې مياشتې په ۲۸ مه نېټه د يوه پلاوي په مشرۍ قطر ته لاړ شي او د اټومي تړون د بيا پلي کولو په تړاو خبرو اترو کې به ګډون وکړي.
له دې وړاندې د ايران ځينو رسنيو خبر ورکړی، چې يادې خبرې اترې به د روانې مياشتې په ۲۸ مه نېټه د خليج سيمې په يو هېواد کې تر سره شي.
ناصر کنعاني د ۲۷مې نېټې په شپه کې رسنيو ته د دغه خبر پخلی وکړ چې يادې خبري اترې به په ۲۸ مې نېټې په قطر کې پيل شي.