د چين استازی: امريکا دې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې کړي
CMG2022/06/28 15:02:36
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين استازي د جون په ۲۷مه نېټه د بشري حقونو شورا په ۵۰مې غونډې کې د ټولنيز ضمانت په اړه خبرې کړي او په اشارې يې ويلي، چې په امريکا کې د کرونا وبا سخت خپرېدل د دې هېواد د بې وزلۍ اوږمهاله مسئله ښکاره کړې او پر امريکايي چارواکو يې غږ کړی، چې د خپلو خلکو دغه مسئله حل کړي.

نوموړي ويلي، چې کرونا وبا د امريکا په شمول لويديځو هېوادونو کې له اوږدمهالې بې وزلۍ او نابرابرۍ مسئلې څخه پرده پورته کړې او امريکا او نور هېوادونه باید د دې مسئلې د حل لپاره رغنده ګامونه پورته کړي.

مالومات ښيي، چې د امريکا په ټولنيز ضمانت کې سيستماتيکه نابرابري موجوده ده او شاوخوا دېرش زره امریکايان طبي بيمه نه لري. د شتمنو او غريبو کسانو ترمنځ واټن پکې خورا پراخ او د بې وزلو کسانو شمېر يې له ۴۰ ميليونو څخه پورته دی، خو د امريکا چارواکو پر دغو مسئلو سترګې پټې کړې دي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي پر امريکا غږ کړی، چې د امريکايانو ياده مسئله حل کړي او د بې وزلو کسانو د ژوند، پرمختګ او ټولنيز ضمانيت حقونه دې تضمين کړي.

 

(غاټول)