د سینهوا اژانس د خبر له مخې، د اردن عامه امنيت ادارې د جون په ۲۷مه نېټه خبر ورکړی، چې په همدې ورځ د دې هېواد په العقبه بندر کې په کانتينرونو کې د چاودنې او کيمياوي ګازو د خوشې کېدو له امله لس تنه مړه او څه باندې ۲۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
ياده اداره وايي، چې ژغورونکې ډله يې د پېښې ځای ته رسېدلې او د پېښې په تړاو يې پلټنې پېل کړي دي.
(غاټول)