د سوریې په جنوب کې یوه برید ۸ کسانو ته مرګژوبله اړولې
CMG2022/06/29 15:08:51
شريکول:

 د سينهوا اژانس د خبر له مخې، نامالومو وسله والو د جون په۲۷مې نېټې د سوريې په جنوب درعا ايالت کې پر يوه کور بريد کړی، چې له امله يې ۵ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي..

راپورونه وايي، چې ناپېژندو وسله والو د درعا ایالت د کرنې رياست  د یوه سیمه ییز چارواکي پر کور بريد کړی، چې له امله يې ۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مالوماتو له مخې، د درعا ایالت د کرنې سيمه ييز چارواکي په کور کې د سوریې د واکمن بعث ګوند د درعا څانګې پخوانی سکرتر کامل عطما هم مېلمه و.

 پوليس وايي، چې په ياد بريد کې ټول ۸ کسان ټپيان شوي وو، خو ۵ کسانو يې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

(ژباړه: شکريه)