د امریکا اندو- پاسفیک ستراتيژي له ناکامۍ سره مخ ده
CMG2022/06/29 14:39:36
شريکول:

د نيپال کابېنې په دې وروستیو کې پرېکړه کړې، چې له امریکې سره د ایالتي همکاریزو اړیکو پلان اېس پي پي (spp) پای ته ورسوي.

د نیپال بېلا بېل ګوندونه يوې ګډې نظريې ته رسيدلي او پر دې اند دي، چې په ياد پلان کې يې د هېواد ګډون ګټه نه لري.

شنونکي وايي، چې د امریکا تش په نوم د اندو- پاسفیک ستراتيژي له ناکامۍ سره مخ ده او د نيپال ياده پرېکړه يې د ناکامۍ ښه ښکارندويي کوي.

اېس پي پي(spp) پلان د امریکې د ایالتي پوليسو له همکارو هېوادونو سره د تبادلې کړنلاره ده، خو اصلي موخه يې په نورو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو د نفوذي پردې جوړول دي.

د امريکا ډيپلومات مجلې د اېس پي پي(spp) پلان څخه پرده پورته کړې او ويلي يې دي، چې امریکا غواړي د بشردوستۍ عملونو د پردې تر شا خپله ستراتيژيکه او سیاسي وسله وکاروي.

د نيپال کتمندو پوسټ ورځپاڼې په یوه لیکنې کې ويلي، چې د اېس پي پي(spp) د امریکا د تش په نوم د اندو-پاسفیک ستراتېژۍ یوه برخه ده.

نېپالي رسنيو خبر ورکړی، چې امریکې له ۲۰۱۵م کال راهیسې له نيپال څخه څو ځلې غوښتي، چې په اېس پي پي(spp) پلان کې يې برخه واخلي، خو نيپال ورسره موافقه نه ده کړې، ځکه نه غواړي، چې د امريکې د پوځي اتحاد برخه شي.

د اېس پي پي(spp)همکاریزه مسوده ښيي، چې دواړه خواوې به د نيپال په لوړو کې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کوي، د امریکې نیمه نظامي ځواکونه به کولی شي، چې له اجازې پرته نيپال ته ننوځي او هلته بنسټيز تاسیسات جوړ کړي او امریکا به يې په بدل کې نیپال ته د ترهګرۍ ضد استخباراتي مالومات او پوځي تجهیزات ورکوي.

د اېس پي پي(spp) پلان مادې پوځي رنګ لري او د نيپال په کورنیو چارو کې د لاسوهنې څرګنده موخه ترې ښکاري، نو ځکه د نيپال په کوردننه د ستر مخالفت د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلې ده. د نيپال کابینې د دغه پلان د روانېدو بهیر پای ته رسولی او دغه کړنه يې د دغه هېواد له ملي ګټو او مساوي ډيپلوماتیکو تګلارو سره سمون لري.

نیپال له چین او هند سره ګډه پوله لري او جغرافیايي موقعیت يې ډېره مهم دی. شنونکي وايي، چې امریکا په وروستیو کلونو کې د نيپال د سیاسي وضعیت د بدلون په کارولو سره غواړي، چې د دغه هېواد په سیاسي او امنیتي چارو کې لاسوهنې زياتې او خپل نفوذ ډېر کړي.

د نیپال پارلمان د روان ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې له امریکا سره MCC پلان(Millennium Challenge Corperation) منظور کړ او داسې ويل کيږي، چې واشنګټن د نیپال پر چارواکو فشار راوړی و، چې پارلمان يې ياد پلان ته منظوري ورکړي.

په حقیقت کې له نیپال سره د امریکې یو لړ تګلارې د چین پر ضد د واشنګټن له بشپړې ستراتيژۍ او ترتیب پرده پورته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په خپله وینا کې ويلي، چې د چین په شاوخوا کې به خپل ستراتيژيک چاپېریال جوړ کړي، یعنې د چین د پرمختګ د مخنیوي لپاره به یوه ستراتيژیکه محاصره جوړه کړي.

د امریکا یو لړ کړنې، چې پر نيپال يې فشارونه اچولي، د جنوبي سمندر مسئله يې راپورته کړې او د تش په نوم د اندو- پاسفیک اقتصادي چوکاټ يې وړاندې کړی، موخه يې دا ده، چې د چین په شاوخوا کې د مقابلې چاپېریال جوړ کړي او د اسیا او ارام سمندر هېوادونه د امریکې د زورواکۍ لپاره قرباني ورکړي.

خو د اسیا ـ ارام سمندر سیمه ييز هېوادونه ګډ نظر لري، چې چین د سيمې هېوادونو همکار دی او د پرمختګ فرصتونه ورته وړاندې کوي.

د نيپال د کابینې یادې پرېکړې د امریکې پر اندو- پاسفیک ستراتيژۍ سړې اوبه تویې کړې دي.