د نړيوال پولي مرکز په توګه د هانکانګ مقام لوړ شوی
CMG2022/06/29 11:09:37
شريکول:

يوه شمېرنه ښيي، چې له ۱۹۹۸کال څخه تر اوسه پورې، د هانکانګ د توليداتو عمومي ارزښت دوه چنده زيات شوی او عمومي ارزښت يې ۲۸۰۰ ميليارډو هانکانګي ډالرو ته رسيدلی دی.

شمېرنه ښيي، چې د هانکانګ د توکو سوداګريز ارزښت ۱۰۰۰۰ ميليارډو هانکانګي ډالرو ته رسیدلی، چې دغه رقم يې له يادې مودې راهيسې دوه چنده زياتوالی ښيي او په نړۍ کې يې شپږم مقام نيولی دی. سربېره پردې د استخدام شويو کسانو شمېر يې درې ميليونو، شپږ لکو او پنځوس زرو ته رسيدلی، چې دغه شمېر يې په سلو کې ۱۵ زيات شوی دی.

د مالوماتو له مخې، په هانکانګ کې د هغو تصديو شمېر، چې په دغې سيمې کې مقرونه او دفترونه جوړېږي، نژدې ۴ زرو ته رسیدلی دی.

د نړيوالو پولي مرکزونو شاخص د روان کال د مارچ تازه شمېرې خپرې کړې، چې له مخې يې هانکانګ په دوامداره توګه په نړۍ کې درېیم او په اسيا کې لومړی مقام نيولی او د نړۍ په پولي برخې کې يې مخکښ ځای خپل کړی دی.

 

(غاټول)