شي جين پينګ: چين باور لري چې د کرونا وبا د وقايې او د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ کارونه یې په ښه توګه تر سره کړي
CMG2022/06/29 21:17:15
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۸مه نېټه د هو بۍ ولايت د وو هان ښار له يوې استوګنيزې سيمې څخه ليدنه وکړه او د کرونا وبا د وقايې او کنترول لپاره د دې سيمې د دوامدارو اقداماتو او د کرونا وبا له کنټرول وروسته د اداري حالت په اړه معلومات تر لاسه کړل.

شي جين پينګ وويل، چې د چين کمونېست ګوند د خلکو لپاره د خدمت په اساس او د چين د وضعيت له مخې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره پر جدي پاليسۍ ټينګار کړی او په بېلا بېلو پړاوونو کې يې د کرونا وبا د خپرېدو له مشخص وضعيت سره سم د دغې وبا د وقايې او کنترول مناسب او اغېزمن تدبيرونه نيولي او تر ممکنه حده پورې يې د خلکو ژوند او روغتيا ساتلې ده. عمومي وضعيت ته په کتو ويل کيږي، چې په اقتصادي لحاظ د کرونا وبا د وقايې او کنترول په برخه کې د چين اقدامات  تر تر ټولو مناسبت او اغېزمن دي.

نوموړي زياته کړه، چې چين باور لري، د کرونا وبا د وقايې او د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ په برخو کې په ښه توګه کارونه تر سره کړي او هڅه به وکړي، چې د روان کال اقتصادي پرمختګ ښې کچې ته ورسوي.