چين: ځينو هېوادونو ناټو د خپل تسلط د ساتلو په یوې وسیلې بدله کړې
CMG2022/06/29 11:52:04
شريکول:

راپورونه وايي، چې ناټو به په نږدې راتلونکې کې په يوه "نوي ستراتیژیک سند" کې چین د "سیسټماټیک ننګونې" په توګه په نښه کړي.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۲۸مه نېټه په دې اړه وويل، چې ناټو د سړې جګړې د پايلې او د نړۍ د ستر پوځي اتحاد په توګه له اوږدې مودې راهيسې پخوانۍ امنيتي مفکورې پر مخ وړي او د خپل تسلط د ساتلو لپاره د ځينو هېوادونو پر يوې وسيلې ګرځېدلی دی.

جاو لي جيان وويل، چې ناټو په خپل تش په نوم "نوي ستراتیژیک سند" کې د خیالي دښمنانو او د ډله ييز مقاومت د جوړولو په اړه د سړې جګړې مفکوره نه ده بدله کړې.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې چين د سولې خپلواکه تګلاره پرمخ بيايي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې نه کوي، خپله ايډيالوژي پر نورو نه ورتپي او د چارو د کنټرول اراده يې نه لري او تر اوسه یې په هيڅ هېواد اقتصادي، جبري او يا یو اړخیز بندیزونه نه دي لګولي، نو د چين سيسټماټيکې ننګونې چېرته دي؟

چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو، د يو کمربند او يوې لارې د ګډې باکيفته ابادۍ د پرمخبيولو، د نړيوال پرمختګ او امنيت وړانديزونه وړاندې کړي او د سولې او پرمختګ په تړاو د مسئلو د حل لپاره يې ګڼ خدمتونه کړي دي.

جاو لي جيان د چين پرمختګ د نړۍ لپاره ننګونه نه، بلکې يو فرصت وباله.

 (ژباړه: شکريه)