په بريتانيا کې له زرو ډېر کسان پر مونکي پاکس ويروس اخته شوي
CMG2022/06/29 15:06:58
شريکول:

 د بريتانيې د روغتيا او خونديتوب ادارې تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د جون تر ۲۶مې نېټې پورې، په دغه هېواد کې پر مونکي پاکس د اخته کسانو شمېر ۱۰۷۶ ته رسېدلی دی.

يادې ادارې هغو کسانو ته، چې په ګڼې ګوڼې او يا لويو غونډو کې برخه اخلي، سپارښتنه کړې، چې  د مونکي  پاکس ويروس د خپرېدو خطر په پام کې ونیسي.

د بريتانيې د روغتيا او خونديتوب ادارې چارواکې سوفیا مارکي په یوې بیانيې کې ویلي، چې په بريتانيا کې مونکي پاکس ناروغي په چټکۍ خپريږي او وېره يې ښودلې، چې په راتلونکو څو ورځو کې  به پر ياد ويروس د ککړو کسانو شمېر نور هم ډېر شي.

(ژباړه: شکريه)