شي جين پينګ: چين بايد د ساينس او ټېکنالوژۍ د پرمختګ کيلي په خپل لاس کې ولري
CMG2022/06/29 21:11:30
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۸مه نېټه د هو بۍ ولايت په وو هان ښار کې د هوا ګونګ د لايزري وړانګو پروژو له تصدۍ څخه ليدنه وکړه او د ټېکنالوژيکي نوښت، عالي توليدي صنعت او د باکيفيته اقتصادي پرمختګ معلومات يې تر لاسه کړل.

شي جين پينګ د دغې ليدنې په ترڅ کې وويل، چې چين بايد د توليدي صنعت د بدلون او لوړوالي او د توليدي توان د پياوړتيا لپاره د ټېکنالوژۍ څېړنې او پرمختګ پياوړی کړي، لا زياتې د پوهنې ملکيت حق لرونکې او مرکزي ټېکنالوژۍ بايد ولري او د ساينس او ټېکنالوژۍ د پرمختګ کيلي بايد په ټينګه توګه په خپل لاس کې ونيسي.