ترکیې په ناټو کې د فنلنډ او سويډن د شاملېدو ملاتړ وکړ
CMG2022/06/29 15:04:15
شريکول:

ترکيې، فنلنډ او سويډن د جون په ۲۸مه نېټه د هسپانيې په پلازمينې مادريډ کې يو تفاهم ليک لاسليک کړی، چې له مخې به يې ترکيه له فنلنډ او سويډن سره د ناټو د غړيتوب لپاره مرسته کوي.

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، چې د ناټو په سرمشريزه كې د ګډون لپاره مادريډ ته تللی، په همدې ورځ د سويډن له لومړۍ وزيرې اندرسن او د فنلنډ له ولسمشر نينيستو سره کتلي دي.

ياد تفاهم ليک د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له خوا لاسليک شوی دی..

د ترکیې ولسمشرۍ دفتر د جون په ۲۸مه  ويلي، چې په ياد تفاهم ليک کې د ترکيې امنيتي اندېښنې په پام کې نيول شوي او فنلنډ او سویډن به د کردانو د کارګرو ګوند او د سوریې د کرد وسله والو "د خلکو ساتنې واحد" او "ګولن غورځنګ" څخه ملاتړ نه کوي.

د ترکیې ولسمشرۍ دفتر ويلي، چې دواړو هېوادونو ترکیې ته د دفاعي تجهیزاتو پر صادراتو د محدودیتونو پر لیرې کولو هم موافقه کړې ده.