د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م.م د سرمنشي وياند دوجاريک د جون په ۲۸مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د امريکا او مکسيکو چارواکي بايد په ټېکساس کې د مهاجرينو د مړينې په هکله تحقيقات پيل کړي او د پېښې ټول مسؤلين بايد د قانون منګولو ته وسپاري.
دوجاريک پر ټولو هېوادونو غږ وکړ، چې د کډوالو د نړيوال تړون له مخې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د ورته پېښو د مخنيوي لپاره جدي تدبيرونه ونيسي.
د امريکا پوليسو د جون په ۲۷مه نېټه د ټېکساس ايالت په سنټ انتونيو ښار کې د يوې لارۍ په کنټېنر کې د مهاجرينو ۴۶ جسدونه موندلي دي.
د مالوماتو له مخې، په ياد کنټېنر کې ۵۰ کډوال ځای پر ځای شوي وو، چې ۴۶ کسان پکې د اکسيجن نشتون له امله مړه شوي او پاتې ۴ کسان په کوما کې روغتون ته رسول شوي وو، خو وروسته یې ساه ورکړې ده.
دغه پېښه په وروستيو کلونو کې د کډوالو د مړينې تر ټولو سخته پېښه ګڼل کيږي.
(غاټول)