په م.م کې د چين استازي جانګ جون د جون په ۲۸مه نېټه د امنيت شورا د اوکراين مسئلې په په تړاو غونډې کې له ناټو څخه وغوښتل، چې د اوکراين بحران په پلمه ډله ييز مقاومت ونه لمسوي او نوې سړه جګړه دې نه راپورته نه کړي.
نوموړي زياته کړه، چې چين د سولې لېواله دی او د ناټو د ستراتيژۍ تنظيمېدل له نږدې څاري او د دې سازمان د تش په نوم ستراتيژيک مفهوم د تګلارو په اړه يې پوره مالومات ترلاسه کړي دي.
د ناټو ځينو مشرانو تل پر دې ټېنګار کړی، چې له غړو هېوادونو پرته نور هېوادونه نړۍ ګواښي، خو حقيقت دا دی، چې دوی په خپله د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شخړې راپورته کړې دي.
جانګ جون پر ناټو غږ وکړ، چې د اوکراين بحران په پلمه د نړۍ په چوکات کې ډله ييز مقاومت او نوې سړه جګړه ونه لمسوي او په اسيا او ارام سمندر سيمې کې دې د تضادونو د پاشلو لپاره هڅې نه کوي.
(غاټول)