شي جين پينګ د هو بۍ ولایت له وو هان څخه لیدنه وکړه
CMG2022/06/29 15:53:00
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۸مه نېټه د هو بۍ ولايت له وو هان ښار څخه لېدنه وکړه.

نوموړي له وو هان څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې پر ځان بسيا پرمختګ د هېواد د ځواکمنتيا او خونديتوب بنسټ دی.

شي جين پينګ وويل، چې د چين حکومت بايد د پرمختګ نوې مکفوره په پوره، دقيقه او هراړخيزه توګه عملي او د نوښت له لارې د پرمختګ د موندلو ستراتيژي پلې کړي او خلک بايد د ساینس او ټېکانالوژۍ د پرمختګ کيلي په خپل لاس کې ولري.

نوموړي زياته کړه، چې د چين حکومت بايد د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې د خپلواک پرمختګ او خونديتوب کچې لا لوړې او لا زياتې نوې ټېکنالوژۍ او نوې صنعتي چارې وهڅوي، څو د اقتصادي پرمختګ نوې لارې چارې جوړې او په نړيوالو سياليو کې غوره والی تر لاسه شي.

شي جين پينګ د همدې ورځې په ماسپښين د وو هان د هوا ګونګ د لايزري وړانګو پروژو له تصدۍ څخه هم ليدنه وکړه او د هو بۍ ولايت د الکترونيکي او معلوماتي صنعت د پرمختګ او د کليدي ټېکنالوژۍ د څېړنې او ودې په اړه يې معلومات تر لاسه کړل.

شي جين پينګ په همدې ورځ د دونګ هو د عالي او نوې ټېکنالوژۍ سيمې د ځولينګ سړک يوې استوګنيزې سيمې ته هم ورغی او هلته يې د کرونا وبا د وقايې او کنترول لپاره د هو بۍ ولايتي حکومت د دوامدارو اقداماتو او د کرونا وبا له کنټرول وروسته د دغې اوستونګيزې سيمې د اداري حالت په اړه معلومات تر لاسه کړل.

نوموړي د دغې ليدنې په ترڅ کې وويل، چې د چين حکومت د کرونا وبا ضد مبارزې کې د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکړی، په ټولنې کې يې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره پر جدي پاليسۍ ټينګار کړی او په بېلا بېلو پړاوونو کې يې د دغې وبا د خپرېدو د مشخص وضعيت له مخې د وقايې او کنټرول مناسب او اغېزمن تدبيرونه نيولي او له دې لارې يې تر ممکنه حده پورې د خلکو ژوند او روغتيا ساتلې ده.

 نوموړي زياته کړه، چې چين به د کرونا وبا ضد مبارزې ته دوام ورکړي او پوره باور يې وښود، چې د چين حکومت به د وبا د وقايې او کنټرول او د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ کارونه په ښه توګه تر سره کړي او د ملي اقتصاد پرمختګ به ښې کچې ته ورسوي.