چين: د امريکا په شمول ځيني هېوادونه دې د جعلي معلوماتو له خپرولو ډډه کړي
CMG2022/06/29 11:13:46
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چين استازي جانګ جون د جون په ۲۸مه نېټه د بشري حقونو شورا د ۵۰مې غونډې د لوړې کچې په يوې مباحثوي غونډې کې د امريکا په شمول پر ځينو هېوادونو غږ کړی، چې د جعلي او ناسمو معلوماتو له خپرولو څخه دې ډډه وکړي او پر بشري حقونو تېري کوونکې کړنې دې پای ته ورسوي.

نوموړي په خپلې وينا کې ويلي، چې چين په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو شورا کې خپرو شويو معلوماتو ته ډېره پاملرنه کوي.

جانګ جون وويل، چې د امريکا په شمول ځيني هېوادونه سياسي موخې لري او د نورو هېوادونو په مقابل کې جعلي معلومات خپروي، د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي او يو اړخيز ناوړه تدبيرونه يې نيولي دي.

نوموړي وويل، چې امريکا په تېر کې څو څو ځلې له درواغو او جعلي معلوماتو څخه په استفادې پر نورو هېوادونو بريدونه کړي او ملکي وګړو ته يې سخت زيانونه اړولي دي.

د امريکا کړنې د ملګرو ملتونو د منشور له موخې او اصولو سره په ټکر کې دي او پر بشري حقونو څرګند تېری دی.

جانګ جون زياته کړې، چې د امريکا په شمول ځيني هېوادونه دې سمدلاسه د جعلي معلوماتو له خپرولو او پر بشري حقونو له تېري کوونکو کړنو څخه ډډه وکړي او په ورته وخت کې يې د بشري حقونو پر څو اړخيزو ارګانونو هم غږ کړی، چې د حقيقتونو پر بنسټ د بشري حقونو په باب بحثونه وکړي او د جعلي معلوماتو د خپرولو مخه دې ونيسي.