د چين استازي د امنيت شورا د کاري لارو چارو د اصلاح په اړه د چين نظرونه څرګند کړل
CMG2022/06/29 10:15:04
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د جون په ۲۸ مه نېټه د امنيت شورا د کاري لارو چارو په اړه يوې غونډې کې وينا وکړه او د دې شورا د کاري لارو چارو د اصلاح او ښه والي په اړه يې د چين نظرونه څرګند کړل.

نوموړي وويل، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا کاري لارې چارې زياتې دي، خو يووالی يې تر ټولو مهم دی.

جانګ جون وويل، چې ملګري ملتونه بايد د سياسي ګرمو مسئلو د حل لپاره کوښښونه وکړي، د ډيپلوماتيک منځګړيتوب هڅې دې وکړي او په ډيالوګ يا مذاکراتو دې شخړې حل کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د امنيت شورا غړي هېوادونه بايد يو بل ته درناوی وکړي، د ستونزو د حل لپاره پوره مشورې وکړي، يو د بل انديښنې ته دې پام وکړي، په غمدي توګه دې توپيرونه او تضادونه جوړ نه کړي او تقابل دې و نه پاروي.