د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اقتصادي همکاريو او پرمختګ سازمان او د ملګرو ملتونو د غلودانو او کرنې سازمان د جون په ۲۹مه نېټه يو ګډ راپور « د ۲۰۲۲- ۲۰۳۱ کالونو کرنيز لرليد » خپور کړی دی.
په دغه راپور کې ويل شوي، چې په راتلونکې لسيزه کې به د کرنيزو توليداتو چارې له بنسټيزو ننګونو سره مخ وي چې په دوام لرونکو لارو چارو دې مخ په زياتېدونکي انسانانو ته خواړه برابر شي او د اقلیمي بحران په اثر د خوراکي توکو برابرونې د قطع کېدو مخنيوی دی وشي.
راپور وايي، چې د کرونا وبا له کنټرول وروسته د تقاضا ډېرېدو، په لویو عرضه کونکو هېوادونو کې د خرابې هوا او د تولید او ټرانسپورټ د لګښتونو د زیاتوالي له امله د کرنيزو توليداتو بیې لوړې شوې دي. دغه راز د اوکراین او روسیې د کرنیزو صادراتو ناڅرګندتیا د وضعيت د لا خړپړتيا سبب ګرځېدلې ده.
د غلودانو او کرنې سازمان عمومي مدير جيو دونګ يو وويل، چې تر ۲۰۲۳م کال پورې به په نړۍ کې د هغو کسانو شمېر، چې پر اوږدمهالې خوارځواکۍ اخته وي، تر ۱۹ ميليونو هم زيات شي.
(ژباړه: شکريه)