د چين حکومت د هانکانګ د حاکميت له بېرته اخيستلو راهيسې، د هانکانګ ـ جوهای ـ مکاو لوی پل، د ګوانګ جو ـ هانکانګ چټک اورګاډی او يو لړ نور اساسي تأسيسات جوړ کړي او د لوی خليج ((ګوانګ دونګ ـ هانکانګ ـ مکاو)) سیمې د خلکو د ژوند د اسانتياوو او پرمختګ لپاره يې ډېر خدمتونه کړي دي.
د هانکانګ ـ جوهای ـ مکاو لوی پل له لارې، له هانکانګ څخه تر جو های او مکاو پورې سفر يوازې ۴۵ دقيقو ترسره کيږي.
د ګوانګ جو ـ هانکانګ چټک اورګاډي له لارې، له هانکانګ څخه د شن جن ښار تر شمال پورې سفر يوازې ۱۹ دقيقو کې او له هانکانګ څخه تر ګوانګ جو ښار پورې سفر ۴۷ دقيقو ترسره کيږي.