چين سوريې ته د مرسته شويو بسونو دوهمه جوپه وسپارله
CMG2022/06/30 11:11:46
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، چين له سوريې سره د ښاري بسونو مرسته کړې او د مرسته شويو بسونو د دویمې جوپې د سپارلو مراسم يې د جون په ۲۹مه نېټه په پلازمېنې دمشق کې ترسره شول.

په سوريه کې د چين سفير فنګ بياو او د سوريې محلي ادارې او چاپېريال ساتنې وزير مهندس حسين مخلوف هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و او د بسونو د سپارلو سند يې لاسلیک کړ.

فنګ بياو په دغو مراسمو کې هيله وښوه، چې دغه بسونه د سوريايانو ژوند د ښه والي او د اوسنيو اقتصادي او ټولنيزو ستونزو د حل په برخه کې پوره رول ولوبوي.

مخلوف وويل، د چين نوې جوپه بسونه به په سوريې کې د سوريايانو د ورځني تګ راتګ د اسانتيا او د ترانسپورټي نيمګړتياوو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورې دوستۍ ښکارندويي کوي.

مخلوف له چين مننه وکړه، چې له اوږدې مودې راهیسې يې له سوريې سره پراخې مرستې کړي او زياته يې کړه، چې سوريه د چيني شرکتونو هرکلی کوي، چې د اقتصاد په بيارغونه کې یې برخه واخلي.

(ژباړه: شکريه)