د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو لومړي وزير نفتلي بينيټ د جون د ۲۹مې نېټې په شپه يوه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې هغه به په راتلونکو پارلماني ټاکنو ګډون ونه کړي.
نوموړي ويلي، چې هغه به د اوسني پارلمان تر منحلولو وروسته له خپلې دندې څخه استعفا وکړي او د بهرنيو چارو وزير يارډ لاپيډ به د لنډمهاله حکومت د لومړي وزير په توګه او د کورنيو چارو وزير ايليټ شاهد به د يووالي ليګ د مشر په حېث دندې پر غاړه واخلي.
د مالوماتو له مخې، د اسرائيلو د واکمن ګوند او مخالف سیاسي ګوندونه موافقې ته رسيدلي، چې د جون د ۳۰ مې نېټې په شپه به د پارلمان د منحلولو پرېکړه تصويب کړي او د نوې دورې پارلماني ټاکنې به د روان کال د اکتوبر په پای او يا د نومبر په پېل کې تر سره کړي.
دا به په اسرئيل کې په تېرو ۴ کلونو کې د پنځم ځل پارلماني ټاکنې وي.