د۷ هېوادونو ګروپ باید د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنې پای ته ورسوي
CMG2022/06/30 10:48:44
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د جون په ۲۹مه نېټه په یوې خبري ناستې کې په دې اړه وویل، چې د ۷ هېوادونو ګروپ بايد د چین په کورنیو چارو کې لاسوهنې بندې کړي او پر چین هر ډول تور لګونه بايد پای ته ورسوي.

د۷ هېوادونو ګروپ د جون په ۲۸مه نېټه د ۴۸مې سرمشريزې اعلاميه خپره کړې ده. دغه ګروپ په يادې اعلاميې کې د ۱۴ځلو لپاره د چین د هانکانګ، شینجیانګ، بشري حقونو، د ختیځ او جنوبي سمندر مسئلې او د تایوان تنګي د سولې او ثبات پر چارو تورونه لګولي دي.

جاو لي جیان زياته کړه، چې د ۷ هېوادونو ګروپ د بهرنیو چارو وزیرانو د تېرې میاشتې غونډې کې هم د چین ضد اعلامیه خپره کړې وه او چين دمګړی ور ته څرګند ځواب ورکړی، خو دغې ډلې له دې سره سره یو ځل بیا د چین په کورنیو چارو کې ستوغې لاسوهنې پېل کړي او پر چین يې تورونه لګولي دي.

جاو لي جيان وويل، چې داسې ښکاري، دغه ګروپ د مساواتو او درناوي پر بنسټ له چین سره همکارۍ نه غواړي، بلکې د سړې جګړې نظرونه خپروي او د خپلو ګټو په لټه ده.

 (هیله)