د امریکا سوداګرۍ وزارت د جون په ۲۹مه نېټه اصلاح شوې وروستۍ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د سږ کال په لومړۍ ربعه کې د دغه هېواد د کورنیو تولیداتو ارزښت د کلني انډول له مخې 1.6 سلنه ټيټ شوی او دغه شمېر د وړاندې خپرې شوې شمېرې په پرتله صفر اعشاریه يو ټېټوالی ښيي.
یادې شمېرې ښيي، چې د سږ کال په لومړۍ ربعې کې د امریکایانو مصرفي ارزښت د کلني انډول له مخې 1.8 سلنه زیات شوی دی.
په دغه هېواد کې له کورونو پرته غیرمنقولې پانګونې 10 سلنه زیاتې شوي دي. (هیله)