چين: په امریکا کې د ناقانونه کډوالو مړینه خواشینوونکې ده
CMG2022/06/30 11:10:00
شريکول:

د امريکا د ټېکساس ايالت په سان انتونيو کې د جون په ۲۷مه نېټه ۵۰ کډوال مړه شوي دي.

 د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر په یوې خبرپاڼې کې پر دغې پېښې خواشیني څرګنده کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جون په ۲۹مه نېټه په يوې خبري غونډې کې وويل، چې په امريکا کې د ۵۰ کډوالو مړينه يوه تراژيدي ټکان ورکونکې پېښه ده. نوموړي ياده پېښه ډېره خواشينوونکې وبلله او ويې ويل، چې په امريکا کې د مهاجرینو دا ډول غمجنې مړینې تصادفي نه رامنځته کيږي.

مالومات ښیي، چې د امريکا د قانون پلي کونکو ادارو په ۲۰۲۱ مالي کال کې د دغه هېواد او مکسیکو تر منځ پر ګډې پولې شاوخوا يو ميلیون او ۷ لکه غیرقانوني کډوال نیولي، چې ۱۴۵ زره يې ماشومان دي او دغه شمېر د تېرو ۲۰ کلونو ریکارډ مات کړی دی.  

جاو لي جيان وويل، چې امريکا بايد د مهاجرينو د چارو په اړه خپلې غلطۍ جدي وڅيړي او بايد اصلاح يې کړي او د دوی د بشري حقونو او اساسي حقوقو د ساتنې لپاره بايد عملي تدبيرونه او د دغه شان غميزو مخه ونیسي.

(ژباړه: شکريه)